افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۳۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
دغه لوبه د سهشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۷مه، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه. د زمبابوې لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د اعجاز احمد احمدزي، شاهدالله کمال او راشد خان د غوره توپوهنې پر مټ په ۱۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان په ګټه اعجاز احمد احمدزي په ۲۲ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبډلې تر ټولو غوره توپوهنه یې نندارې ته وړاندې کړه. شاهدالله کمال ۴۶ او راشد خان ۳۰ منډې وکړې او له دې سره یې د لوبډلې د منډو په لوړولو کې مهم رول ولوباوه.
د زمبابوې په ګټه نیومن نیامهوري د توپ اچونې په برخه کې غوره وځلېد او د ۳۱ منډو په بدل کې یې څلور افغان لوبغاړي وسوځول.
په دویمه پاڼۍ کې د زمبابوې لوبډلې د ۱۷۸ منډو هدف په تعقیب په ۱۹.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې جوړې کړې او د ۳۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.
د افغانستان په ګټه فضلالحق فاروقي د توپ اچونې په برخه کې غوره وځلېد او د ۱۳ منډو په ورکولو یې درې لوبغاړي وسوځول. عظمتالله عمرزي، مجیب ځدران او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
راشد خان د ٣٠ منډو او دوو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه به د اکتوبر پر ۲۹مه ترسره شي.
