د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر وايي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د نشهيي توکو پر ضد ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کښتونه له منځه وړل شوي، ۱۰ زره او ۶۵ شکمن کسان نیول شوي او د نشهيي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه تړل شوي دي.
دا څرګندونې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې د لاسته راوړنو په اړه په جوړه شوې غونډه کې شوې دي.
اشیا ریویو د افغانستان په اړه په خپل وروستي تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت لخوا په ٢٠٢٢ کال کې پر کوکنارو او نشه یي توکو پر کر د بندیز وروسته د دغه بوتو کښت د پاکستان په بلوچستان او ایران کې عام شوی دی، چې ښایي د وچکالۍ له امله په افغانستان کې ورته خلک بیا مخه کړي.
پرون سه شنبه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، چې په پاکستان کې د نشه یي توکو په لویه توګه کښت او قاچاق کېږي، چې د نوموړي په وینا، نړۍواله ټولنه یې باید مخنیوی وکړي.
