د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له رسنیو سره په خبرو کې د امریکا د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د خبرو اترو په بهیر کې تر ټولو لوی خنډ د امریکايي چارواکو پرلهپسې دريځ بدلون او متضادې څرګندونې دي.
اسماعیل بقایي ویلي چې له امریکا سره خبرې اترې د دريځونو د پرلهپسې بدلون، د سرې کرښې د بدلون او د بېلابېلو چارواکو د متضادو څرګندونو له امله ډېرې ستونزمنې شوې او دې موضوع د خبرو اترو بهیر لا پېچلی کړی دی.
بقایي زیاته کړې، چې د پاکستان په منځګړیتوب د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده او د تهران له مهمو غوښتنو څخه یوه دا ده چې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون په چوکاټ کې د ایران د یورانیمو بډایه کولو حق په رسمیت وپېژندل شي.
هغه همدارنګه د امریکا پر هغو سیاستونو نیوکه کړې، چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو په اړه یې خپل دریځ نه بدلوي او ویلي یې دي چې واشنګټن په دې برخه کې هېڅ امتیاز نه ورکوي.
د هغه په وینا د خبرو د پرمختګ یوازینۍ لار د بندیزونو لرې کول او په بهرنیو بانکونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بله برخه کې امریکا د اوربند په نقض تورنه کړې او ادعا یې کړې، چې امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي او نړیوالو اوبو کې پر ایراني تجارتي بېړیو بریدونه کړي او د اوربند تړون یې مات کړی دی.
هغه دغه وضعیت په سیمه کې ډېر حساس او خطرناک بللی او ویلي یې دي، چې د امریکا سیاستونه د کړکېچ د زیاتېدو اصلي لامل دي، او خبرداری یې ورکړی چې د دې لړۍ دوام کولی شي د سیمې امنیت ته جدي پایلې ولري.
بقایي په پای کې ټینګار کړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول برید پر وړاندې د بشپړ ځواب ورکولو لپاره چمتووالی لري او د هر احتمالي اقدام په وړاندې به په قاطع او ځواکمن ډول ځواب ووایي.
