د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې تر هغه مخکې چې کومه هوکړه و نه شي، نه به بندیزونه لېرې کېږي او نه به د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي.
ټرمپ له اېن بي سي نیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې نه غواړي لبنان د امریکا او ایران ترمنځ په احتمالي لنډمهاله هوکړه کې شامل شي.
هغه ویلي، که ایران خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي او سم چلند وکړي، نو د خبرو د پیل او د راتلونکو اقداماتو د ارزونې امکان به موجود وي.
د ایران چارواکي بیا وایي چې باید لږ تر لږه د ایران نیمايي کنګل شوې شتمنۍ د هر ډول هوکړې له لاسلیک څخه مخکې ازادې شي.
ټرمپ زیاته کړې، چې د هوکړې په صورت کې به امریکا له ایران سره د لوړ غلظت لرونکي یورانیمو د زېرمو د راټولولو او له منځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی، چې که خبرې ناکامې شي، واشنګټن به پر ایران پوځي فشار زیات کړي، څو وکولای شي دغه مواد په مستقیم ډول تر کنټرول لاندې راولي.
ټرمپ په همدې مرکه کې یو ځل بیا ادعا کړې، چې مجتبی خامنهيي سخت ټپي شوی، او ویلي یې دي چې نه غواړي د دې په اړه خبرې وکړي چې ایا هغه د هغه د ځای په اړه معلومات لري که نه، خو ټینګار یې کړی چې احتمال شته چې پوهېږي هغه چېرته دی.
