فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د نړیوالو مرستو کمښت، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل او د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.
د یونیسف د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري، چې له دې ډلې به د څه باندې یو میلیون ماشومانو وضعیت د خوارځواکۍ د شدیدې کچې له امله اندېښمنوونکی وي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په افغانستان کې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیت درولی یا تړل شوي دي، چې له امله یې میلیونونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي سره له ستونزو سره مخ شوي دي.
د لوموند د راپور له مخې، د ځینو خوراکي توکو بیې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې لوړې شوې دي. همدارنګه، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدو او په راتلونکو کلونو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.
ورځپاڼه خبرداری ورکوي، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د نړیوالو مرستو کمښت او په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د زرګونو افغان ناروغانو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.
