نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د نوي پوځي برید په اړه غور کوي

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی، چې امریکا او اسراییل پر ایران د نوي پوځي برید په اړه غور کوي او د اسراییل پوځ د جګړې بیا پیل ته چمتووالی نیولی دی.

د راپور له مخې، امریکایي ځواکونه د ډونالډ ټرمپ د امر په صورت کې له دوو تر څلورو ورځو کې نوي بریدونه پیلولی شي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران له امریکا سره هوکړې ته چمتو دی، خو واشنګټن باید د باور جوړونې لپاره خپل دریځ اصلاح کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د ایران غني شوي یورانیم به له هېواده بهر ونه لېږدول شي.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران غواړي له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي، خو داسې هوکړه نه مني چې د ده لپاره د منلو وړ وي.

ټرمپ د ایران په اړه ویلي، امریکا له تهران سره د یوې واقعي هوکړې غوښتونکې ده، نه د یوې ظاهري او جعلي هوکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *