د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا ـ ارام سمندر اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزې په څنډه کې ویلي، تمه لري، چې د چین له ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په درې اړخیزه تاریخي غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
ټرمپ د چین د ولسمشر د وینا اورېدو پر مهال او له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، له چین سره د امریکا اړیکې ښې دي او دواړه هېوادونه له یو بل سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.
نوموړي د چین او روسیې د اړیکو په اړه ویلي، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د انرژۍ سیاستونو مسکو او بېجینګ یو بل ته نږدې کړل، چې د ده په وینا، دا د امریکا لپاره یوه ستراتیژیکه تېروتنه وه.
ټرمپ همداراز ویلي، چین او روسیه د اټومي وسلو د زېرمو د پراختیا په هڅه کې دي. د هغه په وینا، امریکا شاوخوا څلور زره، روسیه ۳۸۰۰ او چین له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې اټومي وسلې لري، خو چین په راتلونکو لسو کلونو کې د خپلو اټومي وسلو د شمېر د زیاتولو په حال کې دی.
د ایران په اړه د چین او روسیې د احتمالي مرستو په تړاو ټرمپ ویلي، واشنګټن د دواړو هېوادونو د معلوماتو له تبادلې خبر دی او د ده په وینا، د دغو معلوماتو ارزښت ډېر محدود دی.
نوموړي د جاسوسۍ په اړه هم ویلي، چین پر امریکا جاسوسي کوي او امریکا هم پر چین جاسوسي کوي، خو ادعا یې کړې چې د امریکا استخباراتي فعالیتونه تر چین غوره دي.
ټرمپ له چین سره خپلې اړیکې د دوستۍ او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې بللې او د شي جینپینګ له لوري د هرکلي مراسم یې د دواړو هېوادونو لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.
هغه دغه راز د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د مخکښو متخصصانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید خپل نوښتګر او تکړه کسان وساتي.
