د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین ویلي، هېواد یې د ملي خبرو اترو له لارې د افغانستان د قضیې د سولهییز او سیاسي حل ملاتړ کوي.
مهرالدین دغه څرګندونې پرون په مسکو کې د ډلهییز امنیت په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان مسئلې ته دې خپله پاملرنه نه کموي.
هغه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر څنګ په خپله وینا کې ویلي، یو باثباته او سولهییز افغانستان د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت لپاره اساسي شرط دی.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې ثبات د سیمې په کچه د اقتصادي، ترانسپورتي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هم اړین دی.
نوموړي همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د نویو امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره همغږي اقدامات ترسره کړي.
تاجیکستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره محدودې اړیکې لري او تر اوسه یې د دې ډلې هېڅ دیپلومات په رسمیت نه دی منلی. په دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د تېر جمهوري نظام د دیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دی.
سره له دې، د طالبانو چارواکي وخت ناوخت تاجیکستان ته سفرونه کوي او له تاجیکستاني چارواکو سره لیدنې لري، خو دغه اړیکې لا هم په لوړه کچه نه دي پراخې شوې.
