افغانستان

اوچا: په افغانستان کې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د روان ۲۰۲۶ کال له ۱.۷۱ میلیارد ډالرو غوښتل شوې بودجې څخه یوازې ۳۲.۷ سلنه، یعنې ۵۶۰.۷ میلیونه ډالر تمویل شوې ده.

د اوچا د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۱۷.۵ میلیونه کسانو ته د مرستو رسولو پلان شوی دی.

راپور زیاتوي، افغانستان د سیمې د اوو بشري مرستو پروګرامونو په پرتله د بودجې تر ټولو ډېره اړتیا لري، په داسې حال کې چې په پاکستان او نیپال کې د مرستو د اړتیا وړ بودجې تر نیمايي زیاته برخه برابره شوې ده.

اوچا وايي، د سیمې په کچه ۴۵.۵ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د شاوخوا ۳.۶ میلیارد ډالرو غوښتل شوې بودجې یوازې ۴۶.۱ سلنه یې تر اوسه تمویل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *