ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې یو افغان وګړی په تهران کې د ودانۍ د لګښتونو پر سر د شخړې پر مهال د یوه ایراني وګړي د چاقو په وسیله د وژلو په تور اعدام شوی دی.
د راپورونو له مخې، پېښه د ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په وروستیو کې د تهران په خراسان میدان سیمه کې شوې وه، چې په تړاو یې درې افغان وروڼه نیول شوي وو.
ویل شوي، د اعدام حکم د ایران سترې محکمې تایید کړی، خو د اعدام شوي کس هویت او د حکم د پلي کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.
د ایران د بشري حقونو فعالانو ټولنې د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۴۸۸ کسان اعدام شوي، چې ۶۳ ښځې او دوه ماشومان هم پکې شامل دي.
