په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتلي، چې د طالبانو د مشر په ګډون د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو د نیولو صادر شوي حکمونه عملي کړي.
فایق د نومبر په دویمه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال ویلي، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په پنځمه د محکمې له لوري د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د نیولو د څلورو حکمونو علني کېدل د حساب ورکونې په برخه کې مهم ګام دی.
هغه زیاته کړې، افغان ښځې او نجونې له سیستماتیک تبعیض او ځورونې سره مخ دي او له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه محرومې شوې دي.
نصیر احمد فایق ټینګار کړی، چې د نیولو د حکمونو صادرول بسنه نه کوي، بلکې اړین دي، چې تورن کسان ونیول شي، د خپلواکو محکمو پر وړاندې محاکمه شي او قربانیانو ته عدالت تأمین شي.
هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې د دغو حکمونو د عملي کېدو لپاره عملي همکاري او سیاسي اراده وښيي.
تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و، چې په دې نوم کومه محکمه نه پېژنې او پرېکړې یې هم ورته ارزښت نه لري
