افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې لوبډلې ته په درېیمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د درېیو لوبو لړۍ یې په بشپړ بریالیتوب پای ته ورسوله.
په دغه لوبه کې زیمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۷۹ منډې وکړې.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې نور احمد غوره لوبه وکړه او د زیمبابوې پنځه لوبغاړي یې وسوځول.
افغان لوبډلې د ۸۰ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو، د نهم اوور په پیل کې پوره کړ. د افغانستان د توپوهنې په برخه کې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ۲۵ او عظمت الله عمرزي ۱۸ منډې وکړې.
افغانستان له دې بریا سره د زیمبابوې پر وړاندې د درېیو شل اووریزو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.
دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې تر شل اووریزو سیالیو وروسته د دوو ټېسټ لوبو په لړۍ کې هم سره مخامخ شي.
