د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانونو لومړني تخصصي ملي او نړۍوال نندراتون د پرانیستي مراسمو ته ویلي، په ټول هېواد کې نشه یي توکو کښت بند دی او په ګڼ شمېر معتادینو درملنه شوې او هېواد د ابادۍ پر لور روان دی.
حنفي همداراز د کانونو تخصصي نندارتون د هېواد اقتصادي ودې او د پانګهونې فرصتونو معرفي کولو لپاره مهم بللی او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غوښتي، چې د پانګونې له شته فرصتونو دې ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، اوس د افغانستان کاني زېرمې په خوندي او قانوني ډول استخراج او پروسس کیږي په خبره یې، هڅه داده چې له دغو زېرمو د هېواد ابادۍ، اقتصادي ودې او هوساینې لپاره اغېزناکه ګټه واخیستل شي.
هغه ډاډ ورکړی، چې کورني او بهرني پانګهوال کولی شي افغانستان کې ځمکې په اجاره واخلي او د طالبانو حکومت تر څارنې لاندې د کانونو استخراج او پروسس په برخو کې پانګهونه وکړي.
