نړۍ

حوثیانو پر ریاض د بالستیک توغندي برید کړی؛ ائتلاف وايي، توغندی یې شنډ کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، ځواکونو یې د یمن د حوثیانو له لوري د دغه هېواد د پلازمېنې ریاض پر لور توغول شوی بالستیک توغندی او د خمیس مشیط ښار پر لور دوه نور توغندي شنډ کړي دي.

د ائتلاف ویاند ترکی المالکي ویلي، درې واړه توغندي له خپلو هدفونو مخکې شنډ او ویجاړ شوي دي. حوثیانو ویلي، په ریاض کې یې د ملک خالد نړۍوال هوايي ډګر په نښه کړی دی.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د راپورونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې پر سعودي عربستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د ریاض هوايي ډګر هم د بریدونو له امله تړل شوی او یو شمېر هوايي شرکتونو دغه ښار ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان ویلي، پر هوايي ډګرونو وروستیو بریدونو د دغه هېواد مقاومت ازمویلی او په وینا یې، د هېواد اقتصادي پراختیا او پانګونې باید دوام ومومي.

بلخوا، د حوثیانو یوه چارواکي خبرداری ورکړی، چې که امریکا د یمن پر ضد په جګړه کې ښکېل شي، نو د امریکا او په سیمه کې د هغې د ګټو پر ضد به غچ اخیستونکی برید وکړي.

د سعودي عربستان چارواکو د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو د ناکامۍ په اړه هم څېړنې پیل کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *