لیکوال، ژورنالېست او په جمهوریت کې د خوست والي ویاند، طالب منګل په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه د جمهوریت پرمهال د بېلابېلو رسنیو سره کار ترسره کړی و او د ٢٠١٨ کال د فبرورۍ څخه د جمهوریت تر سقوط پورې د خوست والي ویاند په توګه پاتې شو.
د معلوماتو له مخې، منګل اوس مهال د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې پر ماسټرۍ ترسره کولو بوخت و، چې نوموړي څو ورځې مخکې د جنید بنسټ لخوا د کال غوره شاعر جایزه هم ترلاسه کړې وه.
منګل د خوست یو له فعالو او لوستو ځوانانو څخه و، چې په مړینه یې ګڼ شمېر خلکو خواشیني ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول په نښه کېږي.
