افغانستان

دفاع وزارت: د نورستان په کامدېش کې ۲۸ وسله‌وال وژل شوي

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وایي، چې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ له لارې افغانستان ته د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د غړو د ننوتلو هڅه یې شنډه کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په عملیاتو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت ادعا کړې، چې د یادو کسانو یوه برخه له فرضي ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ملیشو مرکزونو ته شاتګ کړی دی.

د طالبانو دفاع وزارت پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان د ناامنۍ او د داعش د غړو د انتقال هڅې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *