د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د برېکس ډلې ۱۸مه کلنۍ سرمشریزه نن د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په کوربهتوب پیل شوې.
په دې دوهورځنۍ غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشران ګډون کوي.
برېکس چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا یې بنسټیز غړي دي، اوس ۱۱ غړي لري او د نړۍ شاوخوا ۴۹ سلنه نفوس او نږدې ۴۰ سلنه نړۍوال ناخالص تولید استازیتوب کوي.
د سږنۍ سرمشریزې مهم بحثونه د نړۍوالو شخړو، اقتصادي همکاریو، انرژۍ، د ایران او اسرائیل جګړې، د روسیې او اوکراین جګړې او د غړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو پر څرنګوالي راڅرخي.
