ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یوورځنیو (ODI) سیالیو لوبلړۍ سبا د اګست په پنځمه د ایرلنډ په کوربتوب پیل شي.
دواړه لوبډلې به د دې لوبلړۍ په ترڅ کې پنځه یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشري به د نوي ټاکل شوي لوبډلې مشر رحمت شاه پر غاړه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ د دغو سیالیو لپاره خپل وروستي تمرینات ترسره کړي او د لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
ټاکل شوې ده، چې دا لوبلړۍ د اګست تر ۱۴مې نېټې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان د هند کرکټ ملي لوبډلې څخه په وروستي سریز کې درې – صفر ماتې وخوړلې.
