د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې په هوایي بمباریو کې چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي، تر اوسه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندوخېلو په کلي کې له لومړني برید وروسته، سیمهییز خلک د قربانیانو د ژغورنې لپاره راټول شوي وو، خو هماغه ځای یو ځل بیا بمبار شو، چې له امله یې د مرګژوبلې کچه لا زیاته شوې ده.
فطرت زیاته کړې، چې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ او د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ په سیمو کې هم د ملکي وګړو استوګنیز کورونه په نښه شوي دي.
د هغه په خبره، په دغو بریدونو کې ټولټال درې استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او درنه ملکي مرګژوبله یې اړولې ده.
