Home افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۶۳ ټپیان شوي
افغانستان

د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۶۳ ټپیان شوي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې په هوایي بمباریو کې چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي، تر اوسه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندوخېلو په کلي کې له لومړني برید وروسته، سیمه‌ییز خلک د قربانیانو د ژغورنې لپاره راټول شوي وو، خو هماغه ځای یو ځل بیا بمبار شو، چې له امله یې د مرګ‌ژوبلې کچه لا زیاته شوې ده.

فطرت زیاته کړې، چې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ او د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ په سیمو کې هم د ملکي وګړو استوګنیز کورونه په نښه شوي دي.

د هغه په خبره، په دغو بریدونو کې ټولټال درې استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او درنه ملکي مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version