د ایران پوځ او سپاه پاسداران انقلاب د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې نن یکشنبه به د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې له واقعیتونو سره سمون نه لري او د جون ۱۴مې د احتمالي تړون په اړه خبرې یوازې یو سمبولیک سیاسي پیغام دی.
ایراني پوځي سرچینو زیاته کړې، چې د دغو څرګندونو موخه شخصي تبلیغات او د رسنیو پام ځان ته اړول دي.
