Home نړۍ ایران د ټرمپ د سولې تړون ادعا رد کړه
نړۍ

ایران د ټرمپ د سولې تړون ادعا رد کړه

د ایران پوځ او سپاه پاسداران انقلاب د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې نن یکشنبه به د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې له واقعیتونو سره سمون نه لري او د جون ۱۴مې د احتمالي تړون په اړه خبرې یوازې یو سمبولیک سیاسي پیغام دی.

ایراني پوځي سرچینو زیاته کړې، چې د دغو څرګندونو موخه شخصي تبلیغات او د رسنیو پام ځان ته اړول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version