د ډاکټر شېرعلي ظریفي په نوم یو مدعي وایي، چې په یو کس یې د پیسو پور دی او په وینا یې مقابل لوري یې ځمکه پلورلې او ترلاسه شوې پیسې یې په خپل جیب کې اچولې دي.
نوموړی زیاتوي، چې یاد کس د پور موضوع منلې، اقرار یې کړی او ضامنان یې هم وړاندې کړي، خو بیا هم د پیسو بېرته ورکړه نه ده شوې.
ظریفي وایي، چې نږدې دوه نیم کاله مخکې یې د بګرامیو ابتدایي محکمې کې دعوه ثبت کړې او مدافع وکیل یې هم نیولی، خو تر اوسه یې قضیه نه ده اورېدل شوې.
هغه زیاتوي، چې د محکمې د معلوماتو له مخې د هغه دوسیه ۲۵۰مه ده او تر اوسه یوازې شاوخوا ۵۰ دوسیې څېړل شوې دي، په داسې حال کې چې د پاتې ۲۰۰ دوسیو د څېړنې لپاره اوږد وخت ته اړتیا لیدل کېږي.
د موجودو شمېرو له مخې، که په نږدې دوه نیم کلونو کې یوازې ۵۰ قضیې حل شوې وي، نو په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۲۰ قضیې څېړل شوي، چې په همدې رفتار سره د پاتې دوسیو د حل لپاره څو کلونو ته اړتیا لیدل کېدای شي.
نوموړی وایي، چې وروسته یې سترې محکمې ته هم عریضه کړې، خو د قضیې د چټک پرمختګ په برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.
هغه د قضایي بهیر له اوږده ځنډه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د خلکو حقوقي دوسیې په ډېر ځنډ څېړل کېږي، چې له امله یې عدالت ته د لاسرسي ستونزې زیاتې شوې دي.
ظریفي له اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د قضایي بهیر د چټکتیا لپاره جدي ګامونه واخلي او د خلکو دوسیو ته پر وخت رسیدګي یقیني کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت سترې محکمې څه موده مخکې ویلي، چې د روان هجري قمري کال په درېیمه ربع کې یې په ټول هېواد کې ۷۰ زره او ۳۷۶ قضیې حل او ۳۷ زره او ۹۹۵ وثیقې اجرا شوې دي.
د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي و، چې له دې شمېر څخه ۶۷ زره ۴۴۷ قضیې په ابتدائیه او مرافعه محاکمو کې او ۲ زره ۹۲۹ قضیې د تمیز عالي ریاست په کچه څېړل شوې دي.
