د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانیني پاکستان د ملکیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي او د “نسل وژنې اوږده سابقه” درلودو تورن کړ.
نوموړي په «وسلهوالو شخړو کې د ملکیانو ساتنه» تر عنوان لاندې د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي، چې له امله یې شاوخوا ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پارواتانیني ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپلو راپورونو کې ثبت کړې، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ۹۵ پېښو څخه ۹۴ یې د پاکستاني ځواکونو له لوري رامنځته شوي دي.
هغه همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د نښتو له امله سلګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د هند استازي په ځانګړي ډول په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د وروستي برید یادونه کړې او ویلي دي، چې پاکستان پر دې مرکز هوايي برید کړی، چې له امله ۲۶۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان تر اوسه د دغو څرګندونو او تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
پارواتانیني په خپلو خبرو کې پاکستان تورن کړی، چې د نړۍوالو بشري اصولو او د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنې له پامه غورځوي او زیاته کړې یې ده، چې “دا منافقت دی چې یو هېواد د نړۍوال قانون خبرې کوي، خو په شپه کې بېګناه خلک هدف ګرځوي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د هند او پاكستان ترمنځ یو وار بیا اړیکې ترینګلې شوې دي او پر یو او بل تورونه لګوي.
