د خوشې کېدو لپاره به لږ تر لږه اووه میلیونه تومان غوښتل کېدل. هغه کسان چې پیسې یې لرلې، څو ورځې وروسته خوشې کېدل، خو بېوزله خلک به اوونۍ او ان میاشتې هلته پاتې وو.
لوږه تر دې حده رسېدلې وه چې یوه وچه ډوډۍ به د څلورو کسانو ترمنځ وېشل کېده. ځینې ماشومان به د لوږې له لاسه ژړل او میندې به نه پوهېدې چې هغوی څنګه ارام کړي.
د امیندواره ښځو حالت تر ټولو دردناک و.
شاهدان وایي، یوه امیندواره ښځه د سختې ګرمۍ، تود لمر او د پولیسو د ناوړه چلند له امله بېهوښه شوه. نوموړې ښځه د ساعتونو لپاره د سوځنده لمر لاندې پرېښودل شوې وه. پولیسو اجازه نه ورکوله چې سیوري ته ولاړه شي، او نه یې اجازه ورکوله چې خپل سامان له ځانه سره واخلي.
یو بل ځوان افغان، چې د پولیسو له سخت وهلو وروسته د ساه بندۍ او کانګو له ستونزې سره مخ شوی و، د ساعتونو لپاره بېمرستې پروت و او هېچا یې پوښتنه نه کوله.
خو تر ټولو ویرونکی حالت هغه وخت و چې ځینو ښځو، کورنیو او ستړو کډوالو له ژړا سره پولیسو ته ویل:
«که رحم نه لرئ، نو په همدې وسلو مو ووژنئ… خو له دې عذابه مو خلاص کړئ. یا مو افغانستان ته ولېږئ او یا هم دلته زموږ ژوند ختم کړئ. موږ خپله وینه دربښلې ده… یوازې موږ له دې دوزخه وژغورئ.»
د کډوالو په خبره، وروسته چې هغوی د زاهدان توقیف ځای ته انتقال شول، وضعیت لا هم وحشتناک شو.
هلته به یوازې یوه کوچنۍ کاسه جوش شوې وریجې شاوخوا پنځلسو کسانو ته ورکول کېدې. خلک به د سختې لوږې له امله د هماغې یوې کاسې پر سر راټولېدل؛ یو بل ته به یې لاسونه غځول، څو یوازې څو مړۍ وخوري او ژوندي پاتې شي.
وهل ټکول، سپکاوی، توهین، د پیسو اخیستل او له انسانانو سره غیرانساني چلند، د دغو توقیف ځایونو ورځنی انځور و.
دا هر څه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې ایراني چارواکو څو ځله د افغانانو له مېلمهپالنې او ښه چلند مننه کړې ده، او هغه ایراني کاروانونه چې د افغانستان له لارې تېر شوي، په عزت، احترام او ځانګړو مراسمو بدرګه شوي دي.
خو دغه افغان کډوال وایي، په مقابل کې له دوی سره داسې چلند شوی چې د انسان زړه ټوټې ټوټې کوي.
د هغوی په خبره، د کرمان او زاهدان دغه توقیف ځایونه زندانونه نه وو… بلکې «د ځمکې پر سر یو ژوندی دوزخ» و.
په پای کې دغه کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، خو د دوی په خبره، هغوی اوس هم له سختو فزیکي او رواني ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي، په کرمان او زاهدان کې یوازې د څو ورځو پاتې کېدل، د ایراني غلو او پولیسو چلند، وهل ټکول، سپکاوی او هغه ویرونکې صحنې دومره ژور اغېز پرې کړی چې ښایي کلونه کلونه یې له روان او بدن سره پاتې شي.
ځینې یې وایي لاسونه، سرونه او د بدن نور غړي یې په څو ځایونو کې مات شوي دي، خو تر جسمي درد هم سخت، هغه رواني زخمونه دي چې تر اوسه ورسره ژوند کوي.