پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني له مشهورې مجلې شپیګل سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د ده کورنۍ هم د نجونو د زدهکړو له محدودیتونو اغېزمنه شوې ده.
کرزي ویلي، یوه لور یې له شپږم ټولګي پورته خپلې زدهکړې په انلاین ډول مخ ته وړي، بله لور یې اوس په شپږم ټولګي کې ده، چې د هغه په وینا، په څو میاشتو کې به پر هغې هم د ښوونځي دروازه وتړل شي او کوچنۍ لور یې دا مهال په درېیم ټولګي کې زدهکړه کوي.
نوموړي د هېواد د عمومي وضعیت په اړه ویلي، افغانان له څه باندې څلوېښت کلنې جګړې ستړي شوي دي او هېڅکله نه غواړي چې یو ځل بیا جګړې ته ولاړ شي. هغه ټینګار کړی، چې خلک د سولې، ثبات او د ولس پر ارادې ولاړ نظام غوښتونکي دي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې چې په هېواد کې امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی، که څه هم ځینې ستونزې لا هم شته، خو په خبره یې د نظام د سقوط هیله باید هېڅکله ونه شي.
حامد کرزي یو ځل بیا د طالبانو حکومت څخه غوښتنه کړې، چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ورکړي او د زدهکړو حق ته درناوی وشي.
