رویټرز راپور ورکړی، چې پاکستان د سوډان حکومت ته د شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو او جنګي الوتکو د خرڅلاو تړون ځنډولی، وروسته له هغې چې سعودي عربستان له دې معاملې سره مخالفت کړی او ویلي دي چې نور به د دې پېرلو لپاره مالي ملاتړ ونه کړي.
د راپور له مخې، دا معامله د پاکستان له لوري د وسلو او پوځي تجهیزاتو د صادراتو یوه برخه وه چې د سوډان د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې په منځ کې پلان شوې وه.
سرچینې رویټرز ته ویلي، دا تړون په لومړي سر کې د سعودي عربستان په منځګړیتوب تر وروستي پړاو پورې رسېدلی و، خو په هغه وخت کې د مالي ملاتړ جزیات نه وو څرګند شوي.
وروسته سعودي عربستان پاکستان ته اشاره وکړه چې باید دا تړون لغوه کړي، ځکه چې دوی نور د دې معاملې مالي ملاتړ نه کوي.
سرچینې زیاتوي، چې د مارچ په میاشت کې د سوډان د پوځ مشرانو او سعودي چارواکو ترمنځ په ریاض کې ناسته شوې وه، چې وروسته ترې د سعودي مالي ملاتړ د دې معاملې د ځنډېدو مهم لامل شو.
همدارنګه راپور کې راغلي چې د پاکستان له لوري یو بل د شاوخوا ۴ میلیارد ډالرو د وسلو او دفاعي تجهیزاتو تړون له لیبیا سره هم له خطر سره مخ دی، ځکه چې سعودي عربستان خپله سیمهییزه ستراتیژي بیا ارزوي.
راپور دا هم وايي، چې سعودي عربستان په سوډان کې د پوځ ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې متحده عربي امارات بیا د RSF د ملاتړ په تور تورن شوي، خو دا ادعا یې رد کړې ده.
