افغانستان

د بریتانیا ځانګړي استازي د طالبانو او پاکستان د خبرو ستاینه کړې

د افغانستان لپاره د بریټانیاځانګړي استازي ریچارد لیندسی، د افغانستان او پاکستان د خبرو د وروستیو غونډو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دا مذاکرات یوازینۍ لار ده، چې تاوتریخوالی کم کړي او دوامداره سوله رامنځته کړي.

لیندسي ټینګار کړی، چې دواړه خواوې باید د خبرو له لارې د باور فضا رامنځته کړي څو د سیمې د ثبات او امنیت لپاره پایښت لرونکي حل لارې وموندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *