راپورونه وایي، چې په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان پر هوايي اډه د ایران له لوري د توغندیو او ډرونونو په ګډ برید کې لږ تر لږه ۱۰ امریکایي عسکر ژوبل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې د دوو عسکرو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې دا برید د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله ترسره شوی، چې له امله یې د امریکا څو ټانکر الوتکو ته هم زیان اوښتی دی.
تر اوسه د پېښې په اړه د امریکا او سعودي رسمي چارواکو بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویل کېږي چې امنیتي وضعیت سخت شوی او څېړنې روانې دي.
