سیاست

پښتانه فعالین: روانه جګړه د پنجاب ده، پښتانه دې د پاکستان امنیتي ځواکونو لیکې پرېږدي

پښتنو فعالینو په وروستیو کې یو همغږی کمپاین پیل کړی چې پکې ادعا کېږي، روانې وسله‌والې شخړې او جګړې د پاکستان د امنیتي تګلارو تر نوم لاندې، په اصل کې د پنجاب د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره پر مخ وړل کېږي.

فعالین ټینګار کوي، چې د دغو جګړو انساني، ټولنیز او جغرافیایي زیان په نامتناسب ډول پر پښتنو او بلوڅو سیمو او ولسونو اوښتی، په داسې حال کې چې د واک اصلي مرکزونه تر ډېره له مستقیمو پایلو خوندي پاتې دي. د دوی په وینا، دا وضعیت د دولت دننه د ځواک د نابرابر وېش یو روښانه انځور وړاندې کوي.

دوی پر هغو پښتنو غږ کړی، چې لا هم د پاکستان امنیتي ځواکونه او پوځ کې په ټیټه کچه دندې ترسره کوي. د فعالینو په باور، په دغو جوړښتونو کې پاتې کېدل نه یوازې د شخصي امنیت له پلوه جدي خطرونه لري، بلکې په سیاسي لحاظ هم دوه پراخې پایلې زېږوي:

لومړی، د هغه دولتي روایت پیاوړتیا چې ګواکې پښتانه او بلوڅ هم د هغو جګړو شریکان دي، چې په اصل کې د پنجاب د واکمنو کړیو ګټې خوندي کوي؛

او دوهم، د سیمه‌ییزو ولسونو ترمنځ د تاوتریخوالي دوام، چې پکې د یو قوم غړي د بل قوم پر وړاندې کارول کېږي.

فعالین همداراز وایي، چې پاکستاني پوځي جوړښت پر پښتنو د «تاوان هر لور ته» معادله پلي کوي—یعنې که جګړه وګټل شي یا وبایلل شي، انساني بیه یې بیا هم همدوی پرې کوي. د دوی په وینا، تر اوسه د ګټو او زیان ترمنځ دا توازن د واکمن مرکزونو پر وړاندې نه دی بدل شوی.

د سیمه‌ییزو سرچینو له مخې، یوازې په تېرو څو میاشتو کې سلګونو پښتنو د دغو واقعیتونو په درک کولو سره د پاکستان په امنیتي ادارو کې  لیکې پرېښې دي.

په ورته وخت کې، سیاسي او مدني حرکتونه هم په زیاتېدونکي ډول پر هغو پالیسیو تمرکز کوي، چې د پنجاب د واکمن رول د پوښتنې لاندې راولي.

شنونکي وایي، که دا بحثونه دوام وکړي، ښايي د پاکستان دننه ژر تر ژره پښتون او پلوڅ قومونه د پاکستاني رژیم د بې عدالتیو څخه خلاص او د خپلواکو نظامونو څخه برخمن شي. هغه موضوعات چې له کلونو راهیسې نړۍوال بشري حقونو خپلواک بنسټونه ورباندې ټینګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *