د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) په بهسود ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي رژیم هوایي بریدونو باندې سخت غبرګون ښودلی دی.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ وایي، چې د محلي سرچینو د تائید له مخې، یو پاکستانی پوځي برید د یوې ملکي کورنۍ پر کور ترسره شوی، چې لږ تر لږه ۱۶ غړي یې وژل شوي، چې پکې ماشومان، ښځې او سپینږیري شامل دي.
د یاد بنسټ په وینا، په دغه کسانو کې د ۱ کلن ماشوم څخه تر ۸۰ کلنۍ پورې عمر لرونکي عام وګړي شامل دي.
دغه بنسټ وایي، چې د ملکي خلکو په نښه کول د نړۍوالو بشري حقوقو جدي سرغړونه ده، چې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل کیږي.
بنسټ زیاتوي، چې په خوب د ویدو ماشومانو وژل هېڅ توجیه نه لري.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ د یاد هوایي برید د سمدستي، خپلواک او شفافې نړۍوالې څېړنې ترسره کولو غوښتنه کړې ده او د برید د امر ورکونکو او اجرائیه کسانو پر حساب ورکولو یې ټینګار کړی دی.
بنسټ ټینګار کوي، چې موږ د افغانستان د خلکو سره ولاړ یو او د ملکي خلکو ژوند او حقوقه باید خوندي شي.
