افغانستان

پوتین: د شوروي پر افغانستان یرغل د روسیې د پوځي تاریخ له مهمو او اغېزناکو پړاوونو څخه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو ۳۷مې کلیزې په اړه په خپل تازه پیغام کې ویلي، چې دا ورځ د روسیې د پوځي تاریخ له مهمو او اغېزناکو ورځو څخه ده.

پوتین ټینګار کړی، چې د شوروي پوځ سرتېري په افغانستان کې د جګړې پر مهال له سختو شرایطو سره مخامخ وو.

نوموړی وایي، چې دا تجربه د روسیې لپاره د یوه مهم تاریخي درس په توګه پاتې شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د شوروي پوځیانو د دغه جګړې له امله په افغانستان کې په میلیونونو خلک ګډوال او په زیات شمېر یې ووژل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه اوس مهال د اوکراین سره په یوه اوږده جګړه کې ښکېله ده، چې له شاوخوا څلور کلونو راهیسې لا هم روانه ده او په نړۍواله کچه یې پراخې اغېزې درلودلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *