د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پخواني شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو ۳۷مې کلیزې په اړه په خپل تازه پیغام کې ویلي، چې دا ورځ د روسیې د پوځي تاریخ له مهمو او اغېزناکو ورځو څخه ده.
پوتین ټینګار کړی، چې د شوروي پوځ سرتېري په افغانستان کې د جګړې پر مهال له سختو شرایطو سره مخامخ وو.
نوموړی وایي، چې دا تجربه د روسیې لپاره د یوه مهم تاریخي درس په توګه پاتې شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د شوروي پوځیانو د دغه جګړې له امله په افغانستان کې په میلیونونو خلک ګډوال او په زیات شمېر یې ووژل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیه اوس مهال د اوکراین سره په یوه اوږده جګړه کې ښکېله ده، چې له شاوخوا څلور کلونو راهیسې لا هم روانه ده او په نړۍواله کچه یې پراخې اغېزې درلودلې دي.
