Home افغانستان د طالبانو د درملو بازار بدلون: کیفیت ښه شو، خو ناروغان او سوداګر له ستونزو سره مخ دي
افغانستان روغتیا

د طالبانو د درملو بازار بدلون: کیفیت ښه شو، خو ناروغان او سوداګر له ستونزو سره مخ دي

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت لخوا د افغانستان د درملو د بازار د پراخ بدلون پرېکړه، چې موخه یې د درملو د کیفیت ښه کول او د کورني تولید پیاوړتیا وه، د صنعت د کارپوهانو په وینا، په لنډ مهال کې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

د دوی په اند، د بدلونونو چټک تطبیق د درملو کمښت، د بیو لوړېدل او سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو مالي زیانونه رامنځته کړي دي.

د روغتیا وزارت چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته وایي، دا بدلون د غیرې قانوني او تقلبي درملو د مخنیوي لپاره اړین و، خو ډاکتران او د درملو سوداګر خبرداری ورکوي، چې اوسني محدودیتونه د ناروغانو درملنه پېچلې کړې، نسخې بدلې شوې او د بدیلو درملو موندل وخت نیسي.

چارواکي وايي، چې د بېلابېلو هېوادونو له لارې د درملو د واردولو هڅې روانې دي او کورنی تولید هم زیات شوی، خو صنعتوال ټینګار کوي، چې د خامو موادو د کمښت، لوړو لګښتونو او محدودو اسانتیاوو له امله افغانستان لا هم نشي کولای د درملو په برخه کې بشپړ ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version