سوداګري سیاست نړۍ

د هانګ‌کانګ میلیاردر جمي لای د ملي امنیت په قضیه کې په ۲۰ کاله بند محکوم شو

د هانګ کانګ نامتو رسنیز سوداګر او د تړل شوې اپل ډېلي ورځپاڼې بنسټګر جمي لای د ملي امنیت اړوند تورونو له امله په ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د هانګ کانګ محکمې اعلان کړی چې لای د بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ د توطیې په دوو مواردو او د پاروونکو مطالبو د خپرولو په یوه موضوع کې مجرم پېژندل شوی. محکمې ویلي چې هغه د یادو فعالیتونو “اصلي طراح او محرک ځواک” و، له همدې امله یې سزا د سختو جزاوو په کچه کې ټاکل شوې ده، چې له لسو کلونو بند څخه تر عمري بند پورې رسېږي.

۷۸ کلن لای چې د برېتانیا تابعیت هم لري پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او محکمې ته یې ویلي چې دی یو “سیاسي بندي” دی او د بیجینګ له لوري تر فشار لاندې دی.

د امریکا متحده ایالاتو او برېتانیا په ګډون یو شمېر لوېدیځو چارواکو د لای د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. همدارنگه د خبریالانو د ساتنې کمېټې مشرې جودي ګینسبرګ ویلي، دا پرېکړه په هانګ کانګ کې د مطبوعاتو ازادۍ ته سخت زیان رسوي.

د لای کورنۍ او وکیلانو اندېښنه ښودلې چې هغه د زړه د درزا ستونزې او لوړ فشار لري او ښايي د بند پر مهال یې روغتیا نوره هم خرابه شي.

چیني چارواکو ویلي چې جمي لای ته د قانون له مخې عادلانه محاکمه شوې او ټینګار یې کړی چې د ملي امنیت قانون د هانګ کانګ د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره تطبیق شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *