رویټرز راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې لوړې شوې دي. دا زیاتوالی وروسته له هغې رامنځته شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد خپل ګواښونه یو ځل بیا تازه کړي دي.
راپور وايي چې د برېنټ خام نفتو بیه هر بېرل ۶۴.۴۱ ډالرو ته رسېدلې او د امریکا د خام نفتو بیه هر بېرل ۵۹.۶۹ ډالرو ته لوړه شوې ده. د راپور له مخې، دا زیاتوالی وروسته له هغه رامنځته شوی چې د پنجشنبې په ورځ د نفتو بیې شاوخوا دوه سلنه راکمې شوې وې.
رویټرز زیاتوي چې د نفتو د بیو د لوړېدو اصلي لامل د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ګواښونه دي، ځکه بازار کې د احتمالي پوځي اقدام او د نفتو د عرضې د ګډوډۍ اندېښنې رامنځته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د اوپک سازمان څلورم لوی تولیدوونکی هېواد دی او چین ته د نفتو له مهمو صادرونکو څخه شمېرل کېږي، نو هر ډول اختلال یې په عرضه یې کولی شي نړیوال بازار اغېزمن کړي.
