Uncategorized افغانستان سیاست نړۍ

په داسې حال کې چې د دا عش خراسان ډلې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، وروستي راپورونه او پرله‌پسې نیونې دا پوښتنه لا جدي کوي چې د دغې ډلې تر ټولو خوندي مرکز چېرې دی؟

په داسې حال کې چې د دا عش خراسان ډلې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، وروستي راپورونه او پرله‌پسې نیونې دا پوښتنه لا جدي کوي چې د دغې ډلې تر ټولو خوندي مرکز چېرې دی؟

وروستي امنیتي پرمختګونه ښيي چې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو تر ټولو مهم خوندي ځای د ډیورنډ کرښې هاخوا، د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې دی، او پاکستان د دغې ډلې د پټ حضور، تنظیم او خوځښت لپاره تر ټولو خوندي ځای بلل کېږي.

تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د داعش خراسان ډلې ویاند سلطان عزیز عزام د ننګرهار او خیبر ترمنځ، خو د ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی دی. دا نیونه ځان سره ګڼې پوښتنې لري، ځکه تر دې وړاندې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو په وار وار ادعا کړې وه چې د داعش لوړپوړي مشران په پاکستان کې مېشت دي.

د سلطان عزیز عزام تر نیول کېدو وروسته، ترکیې هم اعلان وکړ چې د دغه هېواد ملي استخباراتو (MİT) یو لوړپوړی داعشي غړی، محمد ګورین، چې د ځانمرګو بریدونو لپاره ټاکل شوی و، د افغانستان–پاکستان له فرضي کرښې سره نږدې نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.

استخباراتي ادارو څرګنده کړې چې د “یحیی” په مستعار نوم پېژندل شوی محمد ګورین، له هغه کس سره چې مخکې نیول شوی او ترکیې ته راوستل شوی و، یعنې د “ابو یاسر الترکي” سره، په ګډه فعالیتونه ترسره کړي وو. همداراز، ګورین د ترکیې څخه پاکستان ته د داعش د غړو د جذب او لېږد رالېږد کې مهم رول درلود.

راپور زیاتوي چې نوموړي د افغانستان، ترکیې او اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د ملکي خلکو پر ضد د خونړیو ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو ژمنه کړې وه او په همدې موخه ورته دنده سپارل شوې وه.

د MİT د دقیق تخنیکي او فزیکي څارنې له لارې معلومه شوه چې محمد ګورین په پاکستان کې ژوندی دی او د پټېدو هڅه کوي. د هغه د ځای له تثبیت وروسته، MİT عملیات ترسره کړل، نوموړی یې ونیوه او ترکیې ته یې راوست.

یحیی (محمد ګورین) په خپلو اعترافاتو کې د ابو یاسر الترکي (اوزګور آلتون) سره د اړیکو، د داعش دننه د وسله‌والو او دیني زده‌کړو، او د ځانمرګي برید لپاره د ورکړل شوې دندې په اړه معلومات ورکړي دي.

ترکي دولتي رسنۍ ادعا کوي چې د MİT د عملیاتو په پایله کې، د داعش هغه پلانونه چې د ترکیې پر ضد جوړ شوي وو، شنډ شول، د داعش د جلب بهیر افشا شو، او د هغوی د بریدونو طرحې تر لاسه شوې.

د همدې اونۍ په لړ کې بیا طالبانو ته نږدې رسنیو راپور ورکړی، هغه کسان نیول شوي کوم چې د تاجکستان پر پوله، پر چینايي وګړو د بریدونو په تور تورن وو، یادو رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې دا کسان له پاکستان څخه رااستول شوي دي.

دا درې واړه پېښې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې د داعش اړوند کسان یا د پاکستان تر ولکې لاندې خاوره کې نیول کېږي، یا هم له همدې هېواده نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي. د پېښو تسلسل دا څرګندوي چې استخباراتي تحرکات زیات شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د داعش خراسان یو شمېر مشران د ډیورنډ کرښې هاخوا په پاکستان کې حضور لري او د پاکستان حکومت باید هغوی افغانستان ته وسپاري. دا څرګندونې د پاکستان پر وړاندې د سیمې شکونه نور هم زیاتوي.

ځکه په ځلونو ادعا شوې چې شباب المهاجر، د داعش خراسان مشر، د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي او خپلې چارې سمبالوي، خو پاکستان تل دا ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

دا ټول پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، امریکا ته په سفر روان دی او هڅه کوي ځان واشنګټن ته د یو مهم امنیتي شریک په توګه وروپېژني. شنونکي باور لري چې اسلام‌اباد د داعش پر ضد د محدودو نیونو او استخباراتي همکارۍ له لارې غواړي نړیوال باور ترلاسه کړي، خو په عین حال کې د داعش د دوامداره حضور او خوندي پناه‌ځایونو په اړه پوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي.

په ټوله کې، که څه هم د داعش د ځینو مهمو څېرو نیول د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم وړاندې کېږي، خو د پېښو تسلسل دا انځور پیاوړی کوي چې پاکستان لا هم د داعش شبکو په سیمه‌ییزه معادله کې یو جنجالي او تر جدي پوښتنې لاندې رول لري. تر هغو چې شفاف، دوامدار او بې‌طرفه اقدامات ونه شي، د سیمې امنیت به له دوامداره ګواښ سره مخ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *