افغانستان

۲۵ کاله وړاندې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د جګړې پیل؛ زرګونه افغانان ووژل شول

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه د سپټمبر د ١١ بریدونو څه کم مایشت وروسته، پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د پوځي عملیاتو له پیل څخه ۲۵ کاله تېرېږي. دغه عملیات د القاعدې او طالبانو پر ضد پیل شول او شاوخوا ۲۰ کاله یې دوام وکړ.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۲۴۶۱ امریکايي پوځیان وژل شوي او له ۲۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش SIGAR د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۶۶ زره افغان امنیتي ځواکونه هم په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د ۲۰۰۸ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې د جګړې له امله ۴۰۶۹۶ ملکي وګړو وژل او د ۷۷۷۴۷ ټپیان ثبت کړي دي.

په دغه جګړه کې د طالبانو او نورو وسله‌والو مخالفینو د وژل شویو او ټپیانو لپاره د ټولې جګړې په کچه کره رسمي شمېر نشته.

د امریکا او نړۍوالې ټولنې د شل کلنې حضور پر مهال په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د روغتیا، زده‌کړو، رسنیو او دولتي ادارو په برخو کې پراختیا وشوه؛ خو اوږدې جګړې پراخه مرګ‌ژوبله، بې‌ځایه کېدل، اقتصادي او رواني زیانونه هم رامنځته کړل.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د نړۍوالو ځواکونو له وتلو سره پخواني افغاني حکومت سقوط وکړ او طالبان بېرته واک ته ورسېدل. چې اوس مهال د طالبانو له بیا واکمنۍ هم پنځه کال تېر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *