Home افغانستان یوناما: په کابل او هرات کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول شوې دي
افغانستان

یوناما: په کابل او هرات کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول شوې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ په کابل او هرات ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ د طالبانو د چارواکو له لوري نیول شوې او د لنډې مودې لپاره توقیف شوې دي.

یوناما په یوه تازه اعلامیه کې د ښځو او نجونو د پرله‌پسې نیول کېدو، توقیف، لفظي سپکاوي او ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي په وینا، یادې ښځې او نجلۍ د حجاب او د ښځو لپاره د ځانګړو جامو اړوند د طالبانو د لارښوونو د نه مراعتولو په تور نیول شوې دي.

یوناما وايي، په دغو مواردو کې د چادرۍ نه لرل، د وېښتانو ښکاره کېدل، د رنګین سکارف کارول، میکاپ کول او له محرم پرته په عامه ځایونو کې ګرځېدل شامل دي.

د اعلامیې له مخې، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته بېرته خوشې شوې دي.

یوناما همداراز د ښځینه دوکاندارانو په ګډون د ښځو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو ټکولو او ګواښونو د پېښو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان وايي، د ښځو او نجونو د تګ راتګ د ازادۍ، د بیان د حق او شخصي خپلواکۍ په ګډون د هغوی پر بنسټیزو حقونو محدودیتونه کولی شي د هغوی ټولنیز انزوا او حاشیه‌نشیني لا زیاته کړي.

یوناما له طالب چارواکو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض او فشار اړوند اقدامات ودروي، د ټولو افغانانو بشري حقونو او انساني کرامت ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره سم خپلو نړیوالو مسؤلیتونو ته درناوی ولري.
د یوناما دغې تازه اعلامیې په اړه د طالبانو حکومت لخوا تراوسه څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version