افغانستان

ګوترېش: نړۍوال بنسټونه باید د اوسنیو واقعیتونو له مخې اصلاح شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د برېکس ډلې په سرمشریزه کې ویلي، د نړۍ اقتصادي او سیاسي ځواکونه د پام وړ بدل شوي او نړیوال بنسټونه باید د اوسنیو واقعیتونو له مخې اصلاح شي.

ګوترېش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوالو مالي بنسټونو د اصلاح غوښتنه کړې او ویلي یې دي، مخ پر ودې هېوادونو ته باید په نړیوالو پرېکړو کې پراخ او عادلانه رول ورکړل شي.

هغه تمویل، ټکنالوژۍ ته لاسرسی، اقلیمي عدالت او د سولې ټینګښت د نړیوالې پراختیا له مهمو لومړیتوبونو بللي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز خبرداری ورکړی، چې د مصنوعي ځیرکتیا واک، ټکنالوژۍ او اقتصادي ګټې لا هم د نړۍ د یو شمېر هېوادونو او لویو شرکتونو په لاس کې متمرکزې دي، چې په وینا یې د نړیوالو نابرابریو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

برېکس د نړۍ د مخ پر ودې او راټوکېدونکو اقتصادونو یوه ډله ده چې د نړیوال اقتصادي او سیاسي نظام د لا متوازن کېدو او په نړیوالو پرېکړو کې د مخ پر ودې هېوادونو د زیات رول غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *