د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي، ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په کویټ او بحرین کې د امریکا اړوند هدفونه په نښه کړي، خو ټول بریدونه شنډ شوي او امریکایي ځواکونو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی. سنټکام زیاته کړې، چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او د خپلو ځواکونو او ګټو د دفاع لپاره لازم اقدامات کوي.
بل پلو، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویلي، چې یاد بریدونه یې د «قشم ټاپو» پر وړاندې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي. د سپاه پاسداران په وینا، په کویټ او بحرین کې د امریکا اړوند پوځي اډې او شتمنۍ د دوی د عملیاتو هدف وې او خبرداری یې ورکړی، چې د ایران پر ضد هر ډول نوی اقدام به له سخت ځواب سره مخ شي.
تر دې وړاندې سنټکام اعلان کړی و، چې د ایران په قشم ټاپو او ځینو نورو سیمو کې یې د رادار او بېپیلوټه الوتکو د قوماندې او کنټرول پر مرکزونو بریدونه کړي دي. امریکا دغه بریدونه د خپلو ځواکونو او سیمهییزو ګټو د دفاع په موخه بللي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو پوځي اقداماتو له امله په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
