د کونړ ولایت د پېچ درې اړوند د ماڼوګي کلي کې تېره شپه د ډرون برید شوی، چې له امله یې له سوات څخه ورغلې یوه پنځه کسیزه کورنۍ قرباني شوې ده.
ځایي سرچینې وایي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي دي.
تراوسه د طالبانو چارواکو د مرګژوبلې د کره شمېر او د برید د عامل په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم د پاکستان پوځ له خوا د پښتنو پر مېشتو سیمو پرلهپسې هوايي بریدونه او بمبارۍ ترسره کېږي، چې له امله یې ولسي وګړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
