افغانستان

کونړ کې د ډرون برید؛ د یوې کورنۍ پنځه غړي شهیدان شوي

د کونړ ولایت د پېچ درې اړوند د ماڼوګي کلي کې تېره شپه د ډرون برید شوی، چې له امله یې له سوات څخه ورغلې یوه پنځه کسیزه کورنۍ قرباني شوې ده.

ځایي سرچینې وایي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي دي.

تراوسه د طالبانو چارواکو د مرګ‌ژوبلې د کره شمېر او د برید د عامل په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم د پاکستان پوځ له خوا د پښتنو پر مېشتو سیمو پرله‌پسې هوايي بریدونه او بمبارۍ ترسره کېږي، چې له امله یې ولسي وګړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *