Home افغانستان کرزی: پر کونړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض دی
افغانستان سیاست

کرزی: پر کونړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي.

کرزي د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

نوموړي د پاکستان اوسني امنیتي مشکلات د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ناسم سیاستونو پایله بللې او له پاکستانه یې غوښتي، چې په خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، ښو اړیکو او متمدنې اړیکې لاره خپله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version