د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شانانخېلو کلي کې د سخت باران او ږلۍ له امله پنځه تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
د طالبانو حکومت د کاپیسا د والي ویاند عبدالعزیز نظري ویلي، دغه پېښه پرون رامنځته شوې چې له امله یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې له امله یو شمېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او مېوهلرونکې ونې هم زیانمنې شوې دي.
تېره ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه شوي او ورسره بادونه هم چلېدل دي.
افغانستان هر کال د سختو ورښتونو، سېلابونو، ږلۍ او نورو طبیعي پېښو له امله له پراخو زیانونو سره مخ کېږي. په ځانګړي ډول د پسرلي او اوړي په موسمونو کې ناڅاپي بارانونه او ږلۍ د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې، باغونه او بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنوي.
دا ډول طبیعي پېښې نه یوازې انساني تلفات اړوي، بلکې د هېواد پر کرنیز سکتور هم سخت اغېز کوي، ځکه ډېری افغانان خپل ژوند د کرنې او مالدارۍ له لارې پر مخ وړي.
متخصصان ټینګار کوي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله په وروستیو کلونو کې د ورته پېښو کچه او شدت زیات شوی دی.
