افغانستان نړۍ

افغان کرکټ پلاوی د کرکټ د تخنیکي همکاریو او ترویج په موخه چین ته تللی

د افغانستان کرکټ بورډ د ورزشي ډيپلوماسۍ، د کرکټ د پراختیا او تخنیکي همکاریو په هدف یو لوړپوړی پلاوی د چین هېواد ته لېږلی دی.

په دغه پلاوي کې د ملي لوبډلې روزونکی نوروز منګل او څلور لوبغاړي قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ شامل دي. دغه پلاوي د چین د کرکټ اړوندو مسوولینو په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس نصیب خان د پلاوي له تګ وړاندې له هغوی سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د کرکټ پراختیا او پرمختګ ته ژمن دی او هڅه کوي چې له نړۍ والو شریکانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان او چین ترمنځ د کرکټ په برخه کې همکاري کولی شي د دواړو هېوادونو د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د کرکټ د ودې لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

د کرکټ بورډ په وینا، یاد پلاوی به د سفر پر مهال د کرکټ د ټولنیزې ودې، مثبتې بوختیا او پرمختیا په اړه د چین له مسوولینو سره خبرې وکړي، په بېلابېلو ورکشاپونو کې به ګډون وکړي او د ورزشي ټکنالوژۍ اړوند نندارتونونه به هم وګوري.

تمه ده افغان پلاوی د دغه سفر په لړ کې په یوه دوستانه کرکټ لوبه کې هم برخه واخلي، چې د چین د اړوند کرکټ ادارو له لوري به تنظیم شي.

افغانستان کرکټ بورډ تر دې مخکې هم د سیمه‌ییزو همکاریو په چوکاټ کې له ازبکستان کرکټ ادارې سره د کرکټ د پراختیا او تخنیکي تجربو د شریکولو هوکړه لاسلیک کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *