Home نړۍ پښتونخوا او بلوچستان د ٨ ټریلیون ډالري کانونو په اور کې سوځیږي
نړۍ

پښتونخوا او بلوچستان د ٨ ټریلیون ډالري کانونو په اور کې سوځیږي

په مستعمره پښتونخوا کې غرنۍ سیمې نه یوازې د طبیعي ښکلا ځایونه دي، بلکې د نړۍ د قیمتي معدني زیرمو کور هم بلل کېږي.

د سي این این د راپور له مخې، په پښتونخوا او بلوچستان کې ولسونه د ٨ ټریلیون ډالري کانونو د استخراج د هغې خونړۍ لوبې قرباني کېږي، چې د زبرځواکونو د ګټو لپاره پکې د عامو خلکو وینې تویېږي.

سي این این په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د محمد خېل مسو کان څخه په پښتنو سیمو کې شاوخوا ۲۲ زره ټنه مس استخراج شوي او چین ته استول شوي دي. د راپور په اساس، په بلوچستان کې د رېکو ډیک کان د نړۍ تر ټولو لوي نه-استخراج شوی مسي زیرمې لري، چې د پراختیا لپاره یې امریکا ۱.۲۵ میلیارده ډالره مالي مرسته کړې.

د راپور له مخې، د پاکستان مرکزي حکومت او پنجاب د دې شتمنیو ګټه کاروي، خو پښتانه په خپله خاوره د دې اقتصادي ګټو نه بې برخې دي.

سي این این وایي، چې د افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، د سرحدي پښتنو سیمې د وسله والو ډلو له پرمختللو وسلو ډکې شوې، چې د جګړې کچه یې لوړه کړې، چې له امله ولس د جګړو له تاوانونو سره مخ دی او ډیری خلک د خپلو سیمو اقتصادي ګټې نه ترلاسه کوي.

سي این این په یاد خپور شوي راپور کې زیاتوي، چې د نړۍوالو ستراتېژیکو اړیکو له امله، د پښتنو زیرمې د امریکا او چین ترمنځ د قیمتي فلزاتو د لاسرسي په رقابت کې مهم رول لري.

شنونکي وایي، اوس د مس نړۍواله غوښتنه لوړه ده، ځکه دا د ټیکنالوژۍ، دفاع او برېښنا په صنعت کې حیاتي اهمیت لري، خو پښتانه د جګړو، بې امنۍ او د پنجابي حکومت د ناسم تمرکز له امله قرباني شوي او د سوکالۍ حقیقي ګټه نه لري او د پښتنو غرني سیمې د تیرو څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ، جګړو او د پاکستاني ریاست د ناقصو پالیسو له امله ناامنه پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجاب حکومت د پښتنو شتمنۍ د بهرنیو ګټو لپاره کاروي، خو پښتانه یوازې د جګړو او وسلو تاوانونه زغمي او د خپلې سیمې اقتصادي او ټولنیزې ګټې نه ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version