افغانستان

په یوه اوونۍ کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۶ کسان مړه او ۸۶ نور ټپیان شوي

معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۶ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه ښيي، چې د سرطان له ۱۵مې تر ۲۱مې نېټې پورې په ۸ ولایتونو کې ۹ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي.

زابل، سمنګان، هلمند، ننګرهار، پنجشېر، نورستان، فاریاب او غزني هغه ولایتونه دي چې په دې موده کې د مرګ‌ژوبلې ترافیکي پېښې پکې رامنځته شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *