نړۍ

سنټکام: د ایران پر پوځي اهدافو مو نوې پراخې حملې ترسره کړې

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، د ایران پر وړاندې یې د تهاجمي عملیاتو نوې څپه بشپړه کړې او د هرمز تنګي په شاوخوا کې یې لسګونه پوځي اهداف په نښه کړي دي.

سنټکام په اېکس  کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، په دغو بریدونو کې د لومړي ځل لپاره جنګي الوتکې، سمندري بېړۍ او هوايي او سمندري بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي. د دوی په وینا، بریدونه د ایران پر هوايي دفاعي سیسټمونو، ساحلي رادارونو، د توغندیو او ډرونونو پر وړتیاوو او چټکو پوځي کښتیو ترسره شوي دي.

سنټکام ټینګار کړی چې هرمز تنګی د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره یو حیاتي سمندري دهلیز دی او امریکا به د سوداګریزو کښتیو د خوندي تګ راتګ د ازادۍ د ساتنې لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *