افغانستان

په کابل کې د خوراکي توکو بیې ۰.۲ سلنه زیاتې شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې په میاشت کې په کابل ښار کې د خوراکي توکو بیې ۰.۲ سلنه لوړې شوې دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، په همدې موده کې د غلو بیې ۱.۱ سلنه، د غوړیو ۴.۵ سلنه، د تازه او وچو مېوو ۱.۶ سلنه او د غیرالکولي مشروباتو بیې ۱.۹ سلنه زیاتې شوې دي.

راپور زیاتوي، په تلې میاشت کې د مصرفي توکو عمومي بیې ۰.۶ سلنه او د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷.۶ سلنه لوړې شوې دي.

همداراز، د افغانیو ارزښت د ډالر پر وړاندې د وږي میاشتې په پرتله ۰.۶ سلنه راټیټ شوی، خو د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲.۷ سلنه لوړ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *